اوباما له اشرف غني او عبدالله سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر بارک اوباما له افغان مشرانو سره؛ متحدوایالاتو ته د دوی د سفر په درشل کې خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند "ایریک شولټز" پرون وویل چې اوباما له ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

شولټز ونه ویل چې دواړو خواوو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وکړې کنه؛ خو یادونه یې وکړه چې دا مساله به د روانې مارچ میاشتې په ۲۴مه په واشنګټن کې د دوی د خبرو د اجنډا مهمه برخه وي.

د سپینې ماڼۍ ویاند همداراز زیاته کړه چې اوباما؛ د ټولو اړخونو په ګډون د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو د پرمختګ له کبله د افغان مشرانو هڅونه وکړه. شولټز زیاته کړه چې اوباما د سولې د هڅو او له پاکستان سره د ښو اړیکو په خاطر افغان مشران وستایل.

د سپينې ماڼۍ ویاند یادونه وکړه چې د دواړو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د القاعده شبکې د ګواښ د له مینځه وړلو پر هڅو هم خبرې وکړې.