جرمني د بهرنیوچارو وزیر: عراق اوس هم د اسلامي دولت ډلې له ګواښ سره مخ دی

د جرمني د بهرنیوچارو وزیر وايي؛ عراق اوس هم د اسلامي دولت ډلې یا داعش له ګواښ سره مخامخ دی.

فرانک والټر شټاین ماییر پرون په واشنګتن کې د ستراتیژیکو څېړنو په مرکز کې وویل؛ په عراق کې د دې ډلې د پرمختګ مخه اوس مهال نیول شوې ده:

"که ننني عراق ته وګورو، نو د داعش خطر لاهم شته، خو د لومړي ځل لپاره وینم چې نه یوازې د داعش د پوځي پرمختګ مخه نیول شوې؛ بلکې داسې نښې ښکاري چې داعش ښايي لږترلږه په عراق کې د خپل زور او پوځي پرمختګ له لوړې څوکې رالوېدلې وي."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر همداراز د ایران ستر مذهبي مشر ته د یوشمېر جمهوري غوښتونکو امریکايي سناتورانو د لیک او هم د اوکراین د وضعیت په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې کړي.