د امریکا متحد ایالتونو اعلان وکړچې اوکراین ته به پوځي تجهیزات ورکړي چې په دغو کې به غیر پوځي بې پیلوټه الوتکې او هوموې زغروال ګاډي هم شامل وي.
د امریکایي چارواکو په وینا ویل شوي دي چې له اوکراین سره په دې مرستو کې د بې پيلوټه غیرجنګي الوتکو ترڅنګ دیرش هوموې زغروال موټر، دوه سوه عادي هوموې، دوه ډوله رادار او یو شمېر نور وسایط شامل دي.
په کانګرس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي الیوت انګل ازادۍ راډیوته د دغو مرستو په اړه وویل:
″زه خوشاله یم چې موږدغه مرسته اوکراین ته استوو، خو دا کفایت نه کوي او دا باید ټول هغه څه نه وي چې موږ یې کوو.″
زغروال هوموې به په څو اونیوکې اوکراین ته ورسیږي او نور تجهیزات به لږ نور وخت ونیسي.