د قزاقستان جمهوررئیس نورسلطان نظربایف وایي، د اپریل په ۲۶مه د جمهوري ریاست له وخته مخکې انتخاباتو ته به ودریږي.
دا اعلان په مرکزاستانه کې د نظربایف د واکمن ګوند (نوراوتان) په کنګره کې وشو.
۷۴ کلن نظربایف چې په تیر وخت کې د پولادو د فابریکې کارګر و، له ۱۹۸۹ کال راهیسي د مرکزي اسیا د تیلو په دې شتمن هېواد واکمن دی.
نوموړی د شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال د قزاقستان د کمونست ګوند مشر و.
ټاکل شوې وه چې په قزاقستان کې د جمهوري ریاست انتخابات په ۲۰۱۶م کال کې ترسره شي، خو د نظربایف په مشرۍ یوې اسمبلې وړاندیز کړی، که چېرې پارلمان یي تائید کړې دا انتخابات به له ټاکلې نیټې څخه مخکې ترسره شي.