د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې د یوه فلسطیني ځوان د وژلو ویډیوخپره کړه

د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې له خوا په خپره شوې یوې تازه ویډیو کې د اسراییل استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور د یوه تنکي فلسطیني ځوان وژنه ښودل کیږي.

په دې ۱۳ دقیقه يي ویډیو کې د دغه فلسطیني هلک ترڅنګ ولاړ وسله وال چې په فرانسوي ژبه خبرې کوي وايي چې محمد سعید اسمعیل د اسراییل د استخباراتو موسا له خوا د داعش پرضد د جاسوسۍ لپاره استول شوی دی.

دغه وسله وال ګواښ کوي چې ډیرژربه د داعش بیرغ په بیت المقدس ورپیږي.

په ویډیو کې وروسته بیا د وسله وال کس له خوا دا فلسطیني په سر ویشتل کیږي.

د وژل شوي فلسطیني هلک کورنۍ او اسراییل دا رد کړې چې ګواکې دې فلسطینې جاسوسي کوله.