عراقي ځواکونه د تیکریټ په شمالي څنډه کې یو ښارګوټی له داعشه نیولی

راپورونه وايي، عراقي ځواکونه د تیکریټ په شمالي څنډه کې یو ښارګوټی د داعش یا اسلامي دولت په نوم له سخت دریځو وسلوالو څخه نیولی دی.

پوځي قومندانان او سیمه ییز ښاروال وايي چې سرتیرو او شیعه ملیشو سې شنبې په ورځ د العالم په نوم ښارګوټي نیولی او له داعشه د تیکریت د ښار د بیرته نیولو د عملیاتو لپاره یې لاره هواره کړې ده.

عراقي پوځ تیره اونۍ د تیکریټه د داعش د وسله والو د ایستلو لپاره عملیات پیل کړل.

دا ښارد ۲۰۱۴ م کال په جون میاشت کې دې وسله والې ډلې ونیوه.

بل خوا د عراق په شمال کې د کرکوک ولایت امنیتي شورا ویلي چې کردي ځواکونه دغلته د اسلامي دولت د وسله والې ډلې څخه د سل کیلومترو په اندازه سیمه نیولې او د دوی سل تنه یي وژلي دي.

په بیان کې ویل شوي پیشمرګه کردي ملیشو هغه مهمه ستراتیژیکه لاره هم نیولې، چې کرکوک له موصل ښار سره وصلوي.

موصل د داعش ترکنترول لاندې د عراق تر ټولو لوی ښار دی.