د امریکا متحده ایالتونه وايي، د روان اوربند سربیره روسیې په اوکراین کې بیلتون غوښتونکو ته نورې وسلې استولي دي.
په اروپايي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویکټوریا نولانډ د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په خبرو کېویلي:
″موږ د اوکراین په ختیځ کې روسیې سره پر پوله، بیلتون غوښتونکو ته د روسي ټانکونو، زغروالوګاډو، درنو توپونو او توغندي ویشتونکو انتقال تاییدوو.″
مسکو تل په اوکراین کې روس پلوو بیلتون غوښتونکو ته د وسلو او سرتیرو د استولو مساله رد کړې ده.
نولانډ ویلي، د اوربند په عملي کیدو کې د روسیې د پاتې راتلو یا نورې مځکې د لاندې کولو په صورت کې د امریکا متحدو ایالتونو له خپلو اروپايي متحدینو سره پر روسیې د نورو بندیزونو په اړه لومړنۍ خبرې اترې پیل کړې دي.
د اوربند هغه تړون چې د فبرورۍ د میاشتې له پنځلسمې نیټې څخه نافذ شوی اوکراین ته ترهغې پرخپلو پولو د کنټرول اجازه نه ورکوي څو چې د نامرکزي کیدو او اصلاحاتو پروسه په قانون نه وي بدله شوي.