نوراني: حکومت باید د مس عینک د لرغونو اثارو ساتنه جدي کړي

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت وایي چې حکومت باید د مس عینک د لرغونو اثارو ساتنه جدي کړي.

د دې وزارت سلاکارجلال نوراني ازادۍ راډيو ته وویل چې د کان په سیمه کې یو شمېر نور تاریخي اثار هم موندل شوي دي.

نوموړي وویل، که چېرې د مس عینک کان تاریخي اثار خوندي نشي نو یاد اثار به له منځه لاړ شي.

خو په عین حال کې د لوګر امنیتي چارواکي هم ډاډ ورکوي چې د مس عین کان د تاریخي اثارو د ساتلو لپاره کافي امکانات په واک کې لري.