د روسیې جمهوررئیس ولادمیر پوتین وایي، مسکو د ۲۰۱۴ م کال مارچ میاشت څخه لږمخکې، په پټه د کریمیا د الحاق پرمسالې ټولپوښتنه کړې وه.
پوتین دا څرګندونې په یوه مستند فلم کې چې د روسیې - ۱ تلویزیون له خوا به په نږدې ورځو کې خپور شي، کړی دی.
پوتین په دې فلم کې ویلي، د کریمیا د الحاق په اړه یوه سري ټولپوښتنه شوې وه.
د پوتین په وینا، د کریمیا د اوسیدونکو په سلو کې ۷۵ تنو غوښتې وو چې له روسیې سره یوځای شي.
ده زیاته کړه، دا څرګنده شوې وه، که چېرې موږ کریمیا الحاق کړو د دې کسانو شمېرممکن نور هم زیات شي.
د مارچ د شپاړسمې ټولپوښتنې نتیجې د اوکراین حکومت او لویدیځ غندلې وې او غیرقانونې یي بولي.
د ټولپوښتنې له مخې، د کریمیا د اوسیدونکو په سلو کې ۹۷ کسانوله روسیې سره د یوځای کیدو ملاتړ کړی دی.