امریکا: هلیکوپتر او نورمهمات د لاتویا مرکز ریګا ته رسیدلي دي

د امریکا متحده ایالات وایي، د دوي شاوخوا ۷۵۰ عرادې پوځي ټانکونه، هلیکوپتر او نورمهمات د لاتویا مرکز ریګا ته رسیدلي دي.

د امریکا دفاع وزارت پرون وویل، د مهماتو دا ځای پرځای کول په اتلنتیک (اطلس) کې د امریکا د پوځ د عملیاتو یوه برخه ده چې د روسیې د مخ په زیاتیدونکي تهاجمې کړن لارې له امله د ناټو د یوه غړي هېواد پر وړاندې زموږ ژمنه څرګندوي.

د امریکا دفاع وزارت دغه راز وویل، په راتلونکي اوونۍ کې به د امریکا د درېمې پلې فرقې د جنګې لیوا شاوخوا درې زره عسکر سیمي ته ورسیږي او د درېیو میاشتو لپاره به هلته پاته وې.

دا ځواکونه به په ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا کې چې د ناټو غړي هېوادونه دي، د څو هېوادونو روزنیز ماموریت کې برخه واخلي.