په افغانستان کې د قاطع ملاتړماموریت د ۲،۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د معلوماتي عملیاتو په نامه تجهیزات افغان ځواکونو ته وسپارل.
د قاطع ملاتړماموریت مرستیال کریستن جکوبسن په دې اړه په کابل خبریالانوته وویل، چې دا پوځي تجهیزات له افغان ځواکونو سره په لیرې پرتو سیمو کې مرسته کوي څو دښمن خپل تبلیغات پرې شنډ کړي.
په دغو تجهیزاتو کې رادیوګانې، کمرې او نور اړین پوځي وسایل شامل دي چې افغان ځواکونو سره د اړیکو په برخه کې مرسته کوي.