په ختیځو ولایتونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ساحوي دفتر وایي، سږ کال د تیرکال په پرتله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې پیښې ثبت شوي دي.
په ننګرهار کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفترمشره صبرینا حمیدي وايي، چې د ۱۳۹۳ لمریزکال له پیل راهیسې تراوسه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي دوه سوه پیښې شوي.
دې دفترتیرکال له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۷۵ پیښې ثبت کړې وې.
نوموړې زیاتوي، چې په ثبت شویو پیښو کې تر ډیره حده له ښځو سره فزیکي تاوتریخوالي په ګوته شویدي.