د ٢٠١٥م کال د نړيوال جام سيالو په لړ کې دغه شېبه د بنګله دېش او انګلنډ ترمنځ د کرکټ مسابقه روانه ده.
انګلنډ پچه وګټله او بنګله دېش ته يې بلنه ورکړه، چې لوبه پيل کړي.
د بنګله دېش دوه مهم لوبغاړي د لوبې په پيل کې وسوځېدل او فشار ورباندې زيات شو، خو بيا هم هڅه کوي چې انګلنډ ته يو لوى هدف وټاکي.