نایجریا: بوکو حرام له اسلامي دولت ډلې سره خپل رسمي بيعت اعلان کړ

په نايجريا کې اسلامي سخت دريځې ډلې بوکو حرام له اسلامي دولت ډلې سره خپل رسمي بيعت اعلان کړ.

ادعا کیږي چې د بوکو حرام د مشر ابوبکر شيکاو دا اعلان پرون په عربي ژبه کې له ليکل شوي انګريزي ژباړې سره د غږيز پيغام له لارې پر ټولنيزې رسنۍ (ټويټر) خپور شو.

په دې پيغام کې ويل شوي دي چې بوکو حرام به د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د مشر خبره اوروي او مني به يې. تر هغه وخته به د قدرت پر سر له مشرانو سره لانجه نه کوي چې که څوک ښکاره خيانت وکړي او په اړه يې د خدای له طرفه ثبوت موجود وي.

دا پيغام له هغه وروسته خپور شوی چې پرون د نايجريا په شمال ختيځ ښار مايدوګوري کې د څلور ځانمرګي بريدونو تور پر بوکو حرام پورې شو.