د جوزجان په مرکزي زندان کې د زندانیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی

د جوزجان د مرکزي محبس د زندانیانو او پولیسو ترمنځ په اخ وډب کې لس زندانیان ټپیان شوي دي.

د شبرغان زندان یوې امنیتي سرچیني چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي؛ آزادۍ راډیو ته وویل چې زندانیانو لومړی مظاهره پیل کړه چې وروسته په تاوتریخوالي واوښته.

دغه پیښه نن سهار شوې ده.

سرچیني زیاته کړه چې پرهمدېمهال پنځه پولیس هم د زندانیانو له خوا نیول شوي او له ځان سره یې ساتلي دي.

سرچینه زیاتوي چې تر پیښي وروسته د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو یوه عاجله غونډه رابلله ده.