ننګرهار: د غره د ښویېدو په پېښه کې بيا د یوې کورنۍ لس غړي مړه شوي

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د غره ښویېدو په پیښه کې د یوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي.

د ننګرهار د سرپرست والي ویاند احمدضیا عبدالزي آزادۍ راډیو ته وویل چې پېښه تیره شپه د دې ولسوالۍ په شیمل سیمه کې د سختو اورښتونو له امله شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د پیښې قربانیان ښځې او ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د دې ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د اورښتونو له امله د یو کور د خونې د چت د رالوېدو په پیښه کې د یوې کورنۍ اته تنه مړي شوي وو او دوه نور ټپیان شووی وو.