په بامیان کې د واورو له امله له مرکزه ولسوالیو ته غځېدلي لارې بندې شوي دي

د واورې د اورېدو له کبله د افغانستان مرکزي ولایت بامیان لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د بامیان امنیه قومندان مل پاسوال خدا یار قدسي آزادي راډیو ته وویل چې د قوناق، شاتو او خارقل کوتلونه چې د بامیان مرکز له پنجاب او ورس ولسوالیو او هم له دایکندي ولایت سره نښلوي له تیرې ورځي راهیسې تړلې دي.

چارواکو تر اوسه د ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو وایي، پر ځینو نورو لارو هم د سړک د خرابوالي له کبله د احتمالي خطر د مخنیوي له کبله موټرو ته اجازه نه ورکول کیږي چې تګ راتګ وکړي.

وروستیو اورښتونو د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې درانه ځانې او مالي زیانونه اړولي دي.