د هلمند د دیشو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پولیسو یو موټر چاودیدونکې مواد چې له پاکستانه افغانستان ته انتقالیدل؛ نیولي دي.
د ۶۰۴ سرحدی زون قومندان جنرال سلطان محمود محمود آزادي راډیو ته وویل چې دغه مواد د بهرامچې په سیمه کې تر یو ساعته جګړې وروسته نیول شوی دی.
جنرال محمود وایي، دا هغه مواد دي چې د ماینونو په جوړولو کې کارول کیږي:
"دا مواد د ډیورند د فرضي کرښې له هاخوا راتلل چې سرحدي پولیسو ونیول. په دې کې ۵۲ پارسله باروت، ۸۰۰ پتاقي، ۱۸۰ ریموټ کنټرول، ۴ بنډله ثانیه سوز لاین چې د ماینونو لپاره په کاریږي؛ یعنې له دې موادو څخه ۸۰۰ ماینونه جوړیدل."
د چارواکو په خبره په دې موټر کې څو جلده د ماینونو د جوړیدو لارښود کتابونه هم وو. د هلمند چارواکي وایي، په دې وروستیو کې د هلمند په شمالي سیمو کې د ذوالفقار په نوم عملیاتو په ملاتړ یې د دغه ولایت په جنوبي سیمو کې هم عملیات پیل کړي دي.
دا د چاودیدونکو موادو تر ټولو ډیره اندازه ده چې د ذوالفقار په نوم عملیاتو پر مهال نیول کیږي.
ولسوالو مخالفینو په دې وروستیو کې تر ډیره د سړک غاړي ماینونو ایښودلو ته مخه کړې ده. که څه هم افغان چارواکي دا ډول ماینونه د افغان پوځیانو لپاره یو لوی ګواښ بولي؛ خو په دغو چاودنو کې ملکي وګړو ته هم تلفات رسیدلي دي.