د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هلمند کې د وسله والو مخالفینو پر ضد د روانو عملیاتو په نتیجه کې وسله والو مخالفینو ته ګڼشمیرتلفات اوښتي دي.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي؛ دا عملیات د هلمند په سنګین او ځینو شمالي ولسوالیو کې د دلوې په شپږویشتمه پیل شوي وو چې تر دمه په کې ۱۷۶ وسله وال وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان دي.
د اعلامیې له مخې په وژل شویو او ټپيانو کې د وسله والو طالبانو مهم قومندانان هم شامل دي.
په اعلامیه کې همداراز د لسو افغان پوځیانو د وژل کیدو خبره هم تایید شوې ده.
وسله والو طالبانو د دفاع وزارت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.