د مالي په مرکز باماکو Bamako کې وسله والو کسانو تېره شپه پر یوه ډير مشهور نایټ کلب حمله کړې چې د درېیو اروپاييانو په ګډون؛ پینځه تنه په کې وژل شوي او لس تنه زخمیان دي.
د فرانسې نړیواله راډیو وايي، وسله والو کسانو تیره شپه دې نايټ کلب ته لاسي بمونه هم ورغورځولي دي.
په حمله کې د فرانسوي او بلجیم دوه وګړي وژل شوي دي.
د فرانسې او بلجیم ولسمشرانو دا پېښه غندلې ده. د فرانسې خبري اژانس د پولیسو په حواله وايي چې دوه مشکوک کسان له حملې سره د تړاو په تور نیول شوي دي.