افغان ولسمشر وویل، د سولې په اړه د سیمې او اسلامي هېوادونو نظر بدل شوی چې د سولې د تامین په اړه یې هیلې رامنځتې کړي دي.
محمد اشرف غني نن د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې د پنځم تقنیني کال د کار د د پيل په مراسمو کې دا خبرې وکړې:
"د پایدارې سولې د تامین په باره کې په سیمه او اسلامي هیوادونو کې چاپیریال بدل شوی دی. دغه تعبیر په هیواد کې محتاطانه هیله مندي رامنځته کړې ده. ما د سولې په اړه یو لړ مشورتي ناستې ترسره کړي او نورې مشورتي ناستې به هم ترسره کوو."
ښاغلي غني وویل چې د سولې تامین د ټولو مسوولیت دی او افغان دولت یې د لومړیتوب په توګه د تامین لپاره هڅې کوي.
ولسمشر غني همداراز وویل چې په دې برخه کې تېرې لاسته راوړنې مهمې دي او په هیڅ ډول به اجازه ورنه کړل شي چې دا هڅې ناکامه شي.