د عراق دولتي خبري آژانس وایي؛ حکومتي عسکرو د جمعې په ورځ د تهاجمې حملو په پنځمه ورځ؛ ستراتیژیکې ښارګوټی "دوور" Dur د اسلامي دولت ډلې څخه بېرته ونیوه.
العراقیه ټلویزیون د جمعې په ورځ وویل، عسکرو د شیعه ملیشو او سني قومي وسله والو په ملاتړ د دور ښارګوټی په جګړه کې د اسلامي دولت یو زیات شمیر وسله وال وژلي دي. دا ښارګوټی د تکریت ښار په لمنو کې پروت دی.
پوځي قوماندانانو ویلي، دوور ښارګوټې په بشپړ ډول آزاد شوی او د بل مهم ښارګوټې (علم) پروړاندې به نن (شنبې) پرمخ ولاړ شي. د قوماندانانو دا ادعا مستقلو منابعو نه ده تائید کړې.