په ښځينه زندانونو کې بې برخليکه ماشومان

Your browser doesn’t support HTML5

په ښځينه زندانونو کې بې برخليکه ماشومان د افغانستان د محابسو د عمومي ریاست شمیرې ښیي په ټول هیواد کې نژدې اته سوه ښځې په بېلابېلو جرمونو بندیانې دي. دردوونکې دا ده چې له دغو ښځينه بنديانو سره داسې ماشومان هم شته چې په همدې زندان کې پیدا شوي او کلونه کلونه د زندان په څلورو دیوالونو کې لوی شوي دي. ایا د دغو ماشومانو د آزادۍ حق ندی تلف شوی ؟ آیا دوی په زندانونو کې زده کړه کولی شي او روغتیایي امکانات لري؟ فریبا ظاهر د ښځینه بندیانو په اړه د ځانګړې لړۍ پدې برخه کې د هغو ماشومانو ژوند ته کتنه کړې چې په زندانونو کې له خپلو میندو سره دي