د پاکستان په پارلمان کې د نویو سناتورانو لپاره د انتخاباتو غیر رسمي نتایج ښیي چې صدراعظم نوازشریف به خپل واک لاپیاوړی او د قانون د تصویبولو صلاحیت به لاډیر کړي.
د پاکستان پیپلزګوند چې عمده مخالفه ډله ده، اوس مهال د سنا مجلس د ۱۰۴ څوکیو اکثریت په واک کې لري.
خو د مارچ د پنځمې نیټې د انتخاباتو چې د ملي او ایالتي وکیلانو له خوا وشوه، غیررسمي نتایج ښیې چې د شریف د واکمن ګوند مسلم لیګ په سنا مجلس کې د تقریبا مساوي څوکیو د ګټلو په لور روان دی.
تمه وه د دغو انتخاباتو لومړني رسمي نتایج د مارچ د ۵ یعنې پرون ناوخته اعلان شوي وای، خو دا موده له دې کبله وغځیدله چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د رايي ورکولو وخت ډیرشو.
په دې انتخاباتوکې د سنا د ۴۸ څوکیو لپاره ۱۳۲ کاندیدان سیالۍ ته ولاړ دي.
د شریف ګوند د ولسي جرګې اکثریت څوکۍ په لاس کې لري.