د ایټالیا صدراعظم ماتیو رینزي نن په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او صدراعظم دمیتري میدفیدیف سره ګوري.
کرملین وایي چې له پوتین سره د رینزي د خبرو په اجنډا کې د اوکراین شخړې او په منسک کې د فبروري د دولسمې نیټې د اوربند د ټینګیدو موضوعګانې شاملې دي، همدا راز به د سوریې، لیبیا او د اسلامي دولت د ډلې د رامنځته کړیو ګواښونو په اړه خبرې وشي.
کرملین وایي، د میدفیدیف خبرې به له رینزي سره د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې د همکاریو په اړه وي او دواړه صدراعظمان به د ګډو صنعتي او کلتوري همکاریو په باره کې هم وغږیږي.
د ایټالیا او روسیې تر منځ تجارت او یو شمیر ګډې پروژې، پر روسیې د اروپایي ټولنې د بندیزونو له امله اغیزمنې شوې دي.
اروپایي ټولنې په اکراین کې د روسیې د مداخلې او له خپلې خاورې سره د اوکراین د کریمیا د یو ځای کیدو لپاره پر روسیې یو شمیر بندیزونه لګولي دي.
اروپایي ټولنې او امریکا خبرداری ورکړی دی، که چیرته روسیي پلوه بیلتون غوښتونکي د اوکراین د حکومتي ځواکونو پرضد د میریپول ښار ته نژدې بریدونه وکړي، نور بندیزونه به پر ماسکو ولګوي.