علومي: قومي مشران دې د امنیت په ټینګښت کې راسره همکار اوسي

د کورنیو چارو وزیر نن د افغانستان د یوه شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د امنیت په ټینګښت کې ورسره همکار اوسي.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وویل، په هېواد کې امنیت یوازې له پوځي لارې نه شي راتلای بلکې په دې برخه کې د خلکو واقعي همکاري ضروري ده.

په دې کتنه د افغانستان د قومونو شورا د انسجام رییس قمرالدین شینواري وویل، چې د امنیت په برخه کې خلک همکاري ته تیاردي او زیاته یې کړه چې حکومت هم باید په ریښتینې توګه د خلکو خدمتګار واوسي.