د بامیان ولایت د څارنوالۍ مسوولین وايي چې یو ځوان هلک او یوه ځوانه نجلۍ د زنا په تور په دورو ووهل شول.
د دې ولایت د ښاري څارنوالۍ رییس عبدالوهاب ازادۍ راډیو ته وویل چې یاد شوي دوه تنه پرون د بامیان په ښاري محکمه کې د سل سل دورو ووهلو وروسته له یو بل سره نکاح شول.
په بامیان کې د بشري حقونو د مدني ټولنې شبکې مسوول اسمعیل ذکي ازادۍ راډیو ته وویل چې په دې محکمه د بشري حقونو د دفاع هیڅ بنسټ ته بلنه نه وه ورکړل شوې.