د چیچنیایي الاصله تورن مدافع وکیلانو اعتراف وکړ چې موکل یې امریکا کې بمي حمله کړې

په داسې حال کې چې پرون په محکمه کې د ۲۰۱۳ کال د باسټن په ځغاسته کې د بم چادونو د قربانیانو د سختو ټپونو جزیات قضایي هیت ته وړاندې شول، د چیچنیایي الاصله تورن مدافع وکیلانو اعتراف وکړ چې موکل یي دغه حمله ترسره کړې ده.

۲۱ کلن ژوخارڅرناییف چې په قرغزستان کې زیږیدلی او د امریکا تابعیت يي ترلاسه کړی که د دغو بم چادونو چې په کې درې تنه ووژل شول او ۲۶۴ تنه نور ټپیان شول، مسول وبلل شي ښایي په اعدام محکوم شي.

نوموړي همدا شان د پولیسو د یوه افسر په وژلو هم تورن دی.

د هغه د مدافع وکیلانو د ټیم مشرې جودي کلرک قضایي هییت ته په دفاعیه کې په دې خبرې اعتراف وکړ چې څرناییف دغه بمونه ځای پرځای کړي و.

هغې دا خبره په زغرده وکړه چې عامل یې همدی دی.

خو کلرک زیاته کړه، څرناییف د خپل مشر ورور تامیرلین څرناییف تر اغیز لاندی راغلی او هغه یې د افراط لور ته بیولی و. د هغه مشر ورور له بم چادونو څلور ورځې وروسته له پولیسو سره په نښتو کې ووژل شو.

که د هغه د مدافع وکیلانو دغه ادعا ومنل شي د څرناییف د اعدام سزا به د عمري بند سزا ته راکمه شي.