امنیستي انټرنشنل د اذربایجان حکومت د مدني ټولنې د ځپلو له امله غندلی

د بخښنې نړیوال سازمان (امنیستي انټرنشنل) په داسې حال کې د اذربایجان حکومت د مدني ټولنې د ځپلو له امله غندلی چې دا هېواد د لومړي ځل لپاره د اروپایي لوبو کوربه توب ته تیاری نیسي.

دا سازمان وایي، د اذربایجان رژیم مدني ټولنې ته ګواښونه کوي، د فزیکي شخړوعمل کوي او د حکومت انتقاد کوونکې په زندانونو کې اچوي.

امنیستي انټرنشنل دا ارزونه په خپل راپورکې چې نن خپور شو، کړې ده.

ټاکل شوې چې سل ورځې وروسته په اذربایجان کې اروپایي سیالۍ چې اولمپیک ته ورته دي، پیل شي. په دې لوبو کې به یوازې اروپایي لوبغاړې ګډون وکړي.

په عین حال کې د اذربایجان جمهوررئیس الهام علییف د خپل حکومت له خوا د بشري حقونو سرغړونې رد کړي دي.