د افغانستان د کرکټ د ملې لوبډلې او د استرالیا د ټیم ترمنځ لوبه وشوه

د کرکټ د نړېوال جام سیالیو کې د چهارشنبې په ورځ د آسترالیا په پیرت ښارکې د افغانستان د کرکټ د ملې لوبډلې او د استرالیا د ټیم ترمنځ لوبه وشوه.

استرالیا د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره ۴۱۷ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یي ۴۱۸ هدف وټاکه.

د افغانستان ټیم بیټنګ وکړ او په ۳۷ اورونو کې یي ۱۴۲ منډې جوړې کړې چې په دې توګه افغانستان د آسترالیا پر وړاندې د ۲۷۵ منډو په تفاوت لوبه وبایلله.

د افغانستان لوبډلې له دې مخکې سکاټلنډ ته ماتې ورکړې وه.