د هرات د کارګرانو صنفي اتحادیې د بریښنا بیل د لوړېدلو له امله نن کاري اعتصادب کړی

د هرات د کارګرانو صنفي اتحادیې د بریښنا بیل د لوړېدلو له امله نن کاري اعتصادب کړی دی.

له سیمي څخه د ازادۍ راډیو خبریال وايي چې د یاد کاري اعتصاب د پيل سره سم په هرات ښار کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو ټول دوکانونه د خلکو پرمخ تړل شوي دي.

د یادې ټولني غړي وايي، که یې غوښتونو ته ځواب ونه ویل شي، خپل اعتصاب ته به ادامه ورکړي.

تر دا مهاله د هرات سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.