ډیمپسي: له عراقي ځواکونو سره د ایران مستقیم ملاتړ ښايي مثبته نیتجه ورکړي

د امریکا د پوځ لوی درستیز وايي، د تکریت ښار د بیرته نیولو لپاره له عراقي ځواکونو سره د ایران مستقیم ملاتړ ښايي مثبته نیتجه ورکړي په دې شرط چې دا کار فرقه يي شخړې ونه پاروي.

جنرال مارټن ډیمپسي وویل، ایران او دغه هېواد ته وفاداره ځواکونه له ۲۰۰۴ کال راپدیخوا په عراق کې فعالیت کوي خو د تکریت په عملیاتو کې د ایراني ځواکونو ونډه د عراق په چاروکې د ایران د ښکېلتیا نوې باب دی.

نوموړي د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمیتې ته وویل، د تکریت په عملیاتو کې له درېیو دوه برخې ایراني پلوه شیعه ځواکونه دي.

د ایران په ملاتړعراقي ځواکونه له تیرو درېیو ورځو راپدیخوا له اسلامي دولت وسله والې ډلې څخه د تکریت ښار د بیرته نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.