د هلمند ولايت په شمال او سنګين ولسوالۍ کې ذولفقار عملیات دوام لري.
د هلمند ولايت چارواکي وايي، دا عملیات چې ښې لاسته راوړنې يې درلودې، د فتح محمد خان پېچ څخه پيل شوي د شکر شيليه سيمې پوري رسيدلي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، امنيتي ځواکونه په هغو سیمو کې چې له وسله والو مخالفينو څخه يې نيولي دي، امنيتي پوستې جوړوي.
ترڅو د سيمې امنیت ښه شي او جنګيالي د بيرته راګرځېدو لاره ونه لري.
عمر ځواک وويل، دا عمليات به ترهغه وخته دوام وکړي چې ټوله سيمه د جنګيالیو له شتون څخه تصفيه شي او امنيتي پوستې جوړي شي.
د هلمند د والي وياند زياته کړه چې د ذولفقار عملياتو تقويې عمليات په کندهار، زابل، فراه، هلمند او نيمروز ولاياتو کې دوام لري.