بلخ: د نوروز جشن د ترسره کېدو لپاره لازم امنیتي تدابیر پیل شوي

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د نوروز جشن د ترسره کېدو لپاره لازم امنیتي تدابیر پیل شوي دي.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ سرپرست عبدالرزاق قادري نن ازادۍ راډيوته وویل چې په راتلونکي نوي کال کې به بلخ د دوه لکه میلمنو کوربه وي.

نوموړي وویل، چې د نوروز لپاره امنیتي تدابیرپه بلخ ولایت کې د مختلفو امنیتي چک پواینټونو او د تلاشۍ د کمربندو په جوړولو سره نن رسمآ د امنیې قومندانی د چارواکو له خوا پیل شول.

قادری وویل، د مزارشریف ښارپه ګډون د بلخ ولایت په شاوخوا سیمو کې په زرګونه امنیتي ځواکونه په دندو ګمارل شوي او د نوروزه څو ورځې دمخه به د" تيار سي" په حالت کې وي.