افغانستان: ډير ژربه له تاجکستانه لسګونه افغان بندیان را انتقال شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ډير ژربه له تاجکستانه لسګونه افغان بندیان افغانستان ته را انتقال شي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې په دوشنبې کې د افغانستان سفارت د تاجکستان له لويې څارنوال سره خبرې وکړې ترڅو د دغو 50 تنو بندیانو د انتقال خبره نهايې شي.

نوموړي وویل چې د نورو افغان بندیانو د انتقال لپاره هم هڅې روانې دي.

د بندیانو تبادله د هغه موفقه لیک په اساس ترسره کیږي چې د 2006 م کال د جون په میاشت کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ شوی و.

ویل کیږي چې له سلو څخه ډيرافغانان دا مهال د تاجکستان په بېلابېلو زندانونوکې د ژوند شپې ورځې تیروي.