د ننګرهار په بټي کوټ کې د داعش د ډلې یو بهرنى وسله وال وژل شوی

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د داعش د ډلې یو بهرنی وسله وال وژل شوی.

د دې ولایت د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب نن ازادۍ راډيو ته وویل چې د ملي اردو کمانډو ځواکونو د دې ولسوالۍ په باریکاب سیمه کې ځانګړي عمليات ترسره کړي چې په نتیجه کې د داعش د ډلې يو فعال غړی عبدالرحمن وژل شوی.

ولسوال وايي، دغه یاد کس په دې ولسوالۍ کې د داعش ډلې لپاره جلب او جذب کاوه.

د ولسوالۍ د مسولینو په خبره په دې عملياتو څلورشپیته تنه شکمن محلي کسان هم نیول شوي دي.