صادق: افغان ټيم بايد نويو لوبغاړو ته د مسابقې چانس ورکړي

د کریکټ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان ملي لوبډله سبا ته د استرالیا له ټیم سره مسابقه کوي.

دا لوبه د اسټرالیا په پیرت Perth ښار کې د افغانستان پر وخت د ورځي پر یوولسو بجو پیلېږي.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې تر اوسه د بنګله دیش او سریلانکا د ټیمونو پروړاندي ماتې خوړلې، خو پر سکاټلند یې بری حاصل کړی دی.

د افغانستان د کریکټ پخوانۍ کپتان او تجربه لرونکی لوبغاړی کریم خان صادق وايي د افغانستان ټيم که دقت وکړي او نويو لوبغاړو ته د مسابقې چانس ورکړي، د ګټلو چانس لري.

د افغانستان د راتلونکو لوبو په اړه ده په ننګرهار کې زموږ له خبریال شاه محمود شینواری سره مرکه کړې ده.

کریم صادق ددې پوښتنې په ځواب کې،چې د افغانستان تیرو لوبو ته په کتو راتلونکو لوبو کې څومره چانس لري وايي:

Your browser doesn’t support HTML5

له کريم صادق سره مرکه