ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د وسله والو طالبانو استازي د افغان حکومت له استازو سره د سولې د خبرو په مقصد په متحده عربي اماراتو، قطر، پاکستان او چین کې لیدنې کتنې کوي.
له دې مخکې د افغان حکومت چارواکو هم په ډاګه ویلي و، چې په نژدې راتلونکي کې د سولې خبرې پیلېږي.
د راپورونو له مخې د ملاعباس اخوند او ملا جلیل اخوند په مشرۍ د طالبانو پلاوی اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې دی او یو بل طالب مشرملا احمدجان د پاکستان له کراچۍ ښاره دوبۍ ته تللی څو په خبرو کې د طالبانو د شورا نظرڅرګند کړي.