د عراق حکومتي عسکرو د اسلامي دولت ډلې څخه د تکریت ښار او د بغداد د شمالې سیمو د بیرته نیولو په مقصد عملیات پیل کړي دې.
د عراق دولتي تلویزیون پرون وویل، پوځي ځواکونو د پخواني دیکتاتورصدام حسین په ټاټوبي تکریت کې د اسلامي دولت ډلې پر سنګرونو حملې پیل کړي دي.
تلویزیون دغه راز وویل، حکومتي عسکرو د شیعه او سني ملیشو، درندو توپونو او د عراق د جنګي جیټ الوتکو په ملاتړ د وسله والو پر سنګرونو حملې وکړې.
د امریکا دفاع وزارت پرون ویلي و، متحده ایالات چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والو پرضد هوایي حملې تنظیموي، د عراق د پوځ په دي وروستیو عملیاتو کې یي د هغوي هوایي ملاتړ ندی کړی.
عراقي او ایراني خبري رسنیو ویلي، د ایران د سپاه انقلاب د القدس ځواک قوماندان قسیم سلیماني په سیمه کې د عملیاتو مرسته کوله.
په راپورونوکې ویل شوي چې د اسلامي دولت ډلې وسله وال د تکریت ښاربهرله ځینو سیمو څخه ایستل شوي، خو دا راپورونه نه دي تائید شوي.
په دې عملیاتو کې شاوخوا دیرش زرو عسکرو او ملاتړو ځواکونو ګډون کړی دی.