ننګرهار: په اچین ولسوالۍ د سړک غاړې په ماین چاودنه کې شپږ ملکیان وژل شوي

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ د سړک غاړې ماین چاودنې له امله شپږ ملکیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د سرپرست والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه پیښه نن غرمه د دې ولسوالۍ په پنډوله سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شوو کې دوې ښځې دوه ماشومان او دوه د پاخه عمر نارینه شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د جلال اباد ښار د نارنج باغ په سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله دوه ماشومان ووژل شول او یو بل ټپي شو.

تر دا مهاله د دواړو پیښو په اړه کومې مخالفې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.