بلخ: ۴۰۰۰کورنۍ د احتمالي طبیعي پيښو د رامنځته کېدو له خطر سره مخامخ دي

د بلخ د طبیعي پیښو سره د مبارزې اداره وايي چې د دې ولایت په لیرو پرتو سیمو کې څلورزره کورنۍ د احتمالي طبیعي پيښو د رامنځته کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د دې ادارې مشر رحمت الله زاهد ازادۍ راډیو ته وویل، چې د طبیعي پیښو سره د مبارزې مرکزي اداره باید مخکې له مخکې د یادو کورنیو سره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې یادو کورنیو زیات خطرپه پسرلي کې د موسمي بارانونو د اورښت پر مهال متوجې دی.

د بلخ د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې مسوولین پر داسې مهال د اړوندو کورنیو لپاره د مرستې غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د واورو او سیلابونو له امله شاوخوا ۳۰۰ تنه مړه او ټپيان شول.