افغان ملي غورځنګ له افغان حکومته وغوښتل چې د هرات شینډنډ ولسوالۍ دې په ولایت بدله کړي.
د دې غورځنګ غړو نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې د دې ولسوالۍ نفوس، جغرافیوي موقعیت او مساحت دا ایجابوي چې یاده ولسوالۍ په ولایت بدله شي.
د دغه غورځنګ د مشرتابه هیت غړي خوشال روهي وویل چې یاده ولسوالۍ اوس مهال په یوه ډیربد حالت کې ده او باید له دې حالته وایستل شي.
د شینډنډ ولسوالۍ د هرات له مرکزه یوسلو دیرش کیلومتره واټن لري او د معلوماتوله مخې شاوخوا پنځه لکه نفوس لري.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند تواب غورځنګ بیا وایي، هڅه به وکړي، چې د شینډنډ ولسوالۍ دننه دوه نورې ولسوالۍ هم جوړې کړي.