عراق: د تکریت ښار او د بغداد د نورو شمالي سیمو د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي

د عراق حکومتي ځواکونو د اسلامي دولت له ډلې د تکریت ښاراو د بغداد د نورو شمالي سیمو د بیرته نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.

دولتي ټلویزیون نن وویل چې ځواکونو په دې د عراق د پخواني واکمن صدام حسین په پلرني ټاټوبي کې چې د بغداد شمال ته په ۱۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی، د اسلامي دولت د ډلې پر سنګرونو حملې پیل کړي دي.

په خبر کې ویل شوي چې شیعه او عرب سني ملاتړي جنګیالي د ځواکونو ملاتړ کوي او هم توپونه او عراقي جنګي الوتکې د دښمن پر سنګرونو حملې کوي.

د راپورونه له مخې د تکریت ښار دباندې ځینو سیمو څخه سخت دریځي وسله وال ایستل شوي خو دغه راپورونه تراوسه نه دي تایید شوي.

د امنیتي چارواکو له قوله راپورونه وایي چې په دغو عملیاتو کې شاوخوا دیرش زره سرتیرو او ملاتړو جنګیالیو برخه اخیستې.

د پوځ یوه ډګروال فرانسپرس اژانس ته وویل چې په دغو عملیاتو کې پوځ، پولیس، د تروریزم ضد جزوتامونه، د حشید شابي په نوم شیعه ملیشې او د سیمې سني قومونه چې د اسلامي دولت د ډلې مخالف دي، ګډون کړی.

دغه تهاجمي عملیات د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې په تیره بیا د صلاح الدین له ولایته چې اکثره اوسیدونکي یې سني عربان دي، د اسلامي دولت د ډلې د وسله والو ایستل دي.