د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر وایي چې د اوکراین په ختیځ کې د ۲۰۱۴ کال د اپریل له میاشتې راهیسي چې شخړې پیل شوي، له شپږ زرو زیات کسان وژل شوي دي.
په یوه بیان کې چې نن خپور شوی، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر زید راض الحسین د لوهانسک او د دونیڅک ولایتونو په هغو سیمو کې چې د روس پلوه بیلتونپالو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، د ملکي وګړو ژوند ډیر تریخ او له ربړونو ډک بللي دي.