د امریکا د بهرنیو چارو په جینوا کې د روسیې د بهرنیو چارو سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري نن په جینوا کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل.

دغه کتنه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د روسیې د سیاسي اپوزیسیون د مشر بوریس نیمتسیف د قتل او د اکراین د ختیځ د شخړو له امله روسیه ترسخت فشار لاندې ده.

کري او لاوروف په جنیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د غونډې په حاشیه کې له خبرو مخکې یو بل ته لاس سره ورکړ خو په عام محضر کې یې څرګندونې ونه کړې.

تمه کیده چې د اوکراین د ختیځ وضعیت او د نیمتسیف وژنه به چې د تیرې جمعې په ورځ د مسکو په مرکزي برخه کې ووژل شو، د دوی د خبرو اصلي موضوعات وي.

کري د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې د نیمتسیف د قتل د پیښې په اړه د جدي، شفافې او ریښتینې څیړنې غوښتنه وکړه چې په لسګونو زره کسانو په مسکو کې د هغه پر مړینې د خفګان او غوسې څرګندولو لپاره لاریون وکړ.