د تاجکستان واکمن ګوند پارلماني انتخابات ګټلي دي

د انتخاباتو چارواکي وایي چې د تاجکستان واکمن ګوند پارلماني انتخابات چې له بې نظمیو سره مله و او هم د کمونیست ګوند د مشرله خوا مسخره بلل شوي، ګټلي دي.

له ۱۹۹۱ کال راهیسې، له کله چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته تاجکستان خپلواکي ترلاسه کړې، دا لومړی ځل دی چې د اسلامي رنسانس او کمونیست ګوندونه په دې نه دي بریالي شوي چې د پارلمان د څوکیو د ګټلو لپاره تعین شوی حد یانې په سلو کې پنځه رایې وګټي.

د انتخاباتو د کمسیون مشر شیرمحمد شاهیان نن اعلان وکړ چې د ولسمشر امام علي رحمان په مشرۍ د تاجکستان د خلک د ډموکراتیک ګوند د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو په سلو کې ۶۵،۲ رایې ګټلي دي.

هغه وویل چې په انتخاباتو کې په سلو کې ۸۷،۷ مستحقو رایو ورکونکو ګډون کړی و.

اګراریان، اقتصادي اصلاحاتو او سوسیالست ګوندونو هم د پارلمان څوکۍ ګټلي دي.

د کمونیست ګوند مشر شودي شبدولوف دغه انتخابات سیاسي مسخره یاد کړل.