د افغان حکومت اجرایوي رییس وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو درندو واورو او سیلابونو له امله شاوخوا درې سوه تنه مړه او ټپيان شوي دي.
عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې تر درندو برف کوچونو لاندې کسانو رایستل د حکومت د کاري لومړیتوبونو څخه دي:
″د هېواد په ټولو ولایتونو کې نن تلفات درې سوو او تر درې سوو زیاتونو کسانو ته ورسیده.″
د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې د هېواد په ۲۹ ولایتونوکې د وروستیو واورو او سیلابونو له امله خلکو ته تلفات اوښتې چې تر ټولو زیات تلفات یې پنجشیرکې اړولي دي.
د پنجیشر سرپرست والي عبدالرحمان کبیري تیره ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې په دې ولایت کې د واورو او برف کوچونو له امله ۲۰۰ تنه مړه شوي دي.