د عراق صدراعظم سني قبايلي جنګياليو ته په خطاب کې وويل، چې د اسلامي دولت په نامه له سخت دريځې ډلې څخه د جلا کېدو لپاره وروستى چانس لري.
حيدر العبادي پرون د تکرت ښار د بېرته نيولو لپاره د پيلېدونکو پوځي عملياتو په درشل کې دغه خبره په سامرا کې وکړه.
د اسلامي دولت په نامه ډلې تکرت ښار تېر دوبى په خپله ولکه کې راوست.
د دې ډلې جنګيالي د تکرکت په ګډون د سني مېشتي ولايت صلاح الدين پر زياتو سيمو کنټرول لري.
په صلاح الدين کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د پوځي عملياتو لپاره په زرګونو عراقي پوځيان او د حاشد شعبي په نامه د شيعه وسلوالو جنګيالي ګمارل شوي دي.