د روسیې پولیسو د اوکراین د پارلمان یو غړی له لاریون څخه مخکې ونیو

د روسیې پولیسو د اوکراین د پارلمان یو غړی پرون د هغه لاریون له پیل مخکې ونیو چې د کریملېن د منتقد سیاستوال بوریس نیمڅوف په یاد په مسکو کې ترسره شو.

اولیکسي هونچارینکو وروسته له توقیفه خوشې شو خو ورته ویل شوي چې باید نن محکمې ته حاضر شي.

د هونچارینکو مدافع وکیل پرون وویل دا امکان اوس هم شته چې موکل یې بندي شي.

د روسیې د تحقیقاتي کمیټې فدرال ادارې ویلي دي چې هونچارینکو دده په پلرني ټاټوبي اودیسې کې د روس پلوو او د روسیې د مخالفو مظاهره چیانو په ګڼه ګوڼه کې د تېرکال د اور د لګېدنې په پېښه کې د لاس لرلو په تور ونیول شو.

په دې پېښه کې د څو روسانو په ګډون لسګونه کسان مړه شول.

د اوکراین د پارلمان رییس وولودیمیر ګرویسمان وویل، د پارلمان د دې غړي نیول له نړیوالو اصولو یوه جدي سرغړونه وه ځکه چې هونچارینکو ډیپلوماتیک مصوونیت لري.

د پارلمان مشر د اوکراین د بهرنیوچارو وزیر پاولو کلیمکین څخه غوښتنه وکړه چې د پارلمان د دې غړي د خوشې کولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.