د کرکټ د نړېوال جام د لوبو په لړکې ټاکل شوې چې سبا د ایرلنډ او جنوبي افریقا لوبډلې د سیالۍ ډګر ته راووځي.
په پرونیو لوبو کې پاکستان د شلو منډو په توپیر زیمبابوې ته ماتې ورکړه او سریلانکا انګلستان په نهو ویکټو مات کړ.
د افغانستان لوبدلې په خپلو درېیو لوبوکې سکاټلنډ ته ماتې ورکړې او له بنګلدېش او سریلانکا څخه یې ماتې خوړلې ده. افغانستان به د چارشنبې په ورځ له اسټرالیا سره خپله څلورمه لوبه کوي.
افغان لوبغاړي وايي چې لوبې ته ښه چمتووالی لري او هیله من دي چې وبه یې ګټي.